په افغانستان کې د پوهنې په اړه د طالبانو حکومت د تګلارې په اړه د هیندارې ځآنګړې خپرونه
(last modified Mon, 12 Jun 2023 06:30:04 GMT )
Jun 12, 2023 11:00 Asia/Kabul

په افغانستان کې د پوهنې په اړه د طالبانو حکومت د تګلارې په اړه د هیندارې ځآنګړې خپرونه میلمانه: ښاغلی رحمت الله زیارمل او ښاغلی شکرالله پاڅون کوربه: عطاءالله خوږیاڼی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د جون په اتمه خبر ورکړ چې د طالبانو حکومت ښايي د هغو نړیوالو نادولتي موسسو مخنیوی کړی وي چې له ښوونځي محرومو شویو افغان ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابروي، او له کبله یې د نیم میلیون هلکانو او نجونو د زده کړې فرصت له خطر سره مخامخ شوی دی.

یونیسف ویلي چې دوی د هغو راپورونو په اړه د نورو معلوماتو په لټه کې دي چې وايي د طالبانو چارواکي نه غواړي بهرنۍ موسسې په مستقیم ډول د پوهنې په برخه کې ښکیلې وي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو راهیسې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ مخه نیولې ده.

یونیسف په یوې اعلامیې کې وویل: "یونیسف د هغو راپورونو په اړه ژوره اندیښنه لري چې وايي که چیرې نړیوالو غیر دولتي موسسو ته چې د تعلیم په برخه کې کار کوي، اجازه ورنکړل شي نو د ۳۰۰ زره نجونو په شمول نږدې ۵۰۰ زره ماشومان کیدای شي په یوې میاشتې کې د کلیوالي ښوونځیو له لارې د باکیفیته زده کړې چانس له لاسه ورکړي."

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې د طالبانو له لورې "د ورکړل شوي ممکنه لارښود په اړه د سپیناوي په لټه کې دي" چې د طالبانو مشرانو یې تر اوسه په اړه په عامه توګه تبصره نه ده کړې.

یونیسف د هغو ۱۵ محلي او ۱۲ نړیوالو موسسو سره همکاري کوي چې د افغانستان په لیرې پرتو او بې وزلو سیمو کې شاوخوا ۲۱ زره کلیوالي ښوونځي چلوي.

ددې نوي لارښود خبر له هغه وروسته ورکړل شوی چې د یکشنبې په ورځ د طالبانو د معارف وزارت د یوه ټویټ له مخې، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندهار کې د پوهنې له ولایتي چارواکو سره وکتل.

د طالبانو مشرانو په مکرر ډول ادعا کړې چې دوی به د بودیجې او اسلامي ښوونو سره سم نصاب په شمول د لازمو شرایطو په برابرېدلو سره د نجونو لپاره ښوونځي بیرته پرانیزي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل پاتې کېدل په کور دننه او بهر کې پراخ منفي غبرګونونو راپورته کړي دي، خو په وروستیو کې هغه را پورونه چې ګوندې طالب چارواکي نه غواړي بهرنۍ موسسې په مستقیم ډول د پوهنې په برخه کې ښکیلې وي او له دوی غوښتي چې خپلې چارې دې ودروي او وسایل دې دوی ته وسپاري، د پوهنې په برخه کې روانې اندېښنې څو چنده زیاته کړې.

موږ هم د تهران راډیو د هیندارې خپرونه همدې موضوع بحث کولو ته ځآنګړې کړې، په خپرونه کې را سره لیکوال او ژورنالیست ښاغلی  رحمت الله زیارمل او ښاغلی شکرالله پاڅون میلمانه دي.

هیله ده خپرونه را سره تر پایه واورئ

ټیګونه