د افغانستان د پخواني حکومت یو امنیتي ځواک نیول شوی دی
Jun 18, 2023 07:47 Asia/Kabul
طالبانو د افغانستان د تیر حکومت یو امنیتي ځواک، بې له هیڅ ډول وضاحته ونیوه
شفقنا په کابل کښې د ځايي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د تیر حکومت د ملي امنیت دغه کارکونکی، پرون په کابل کښې نیولی دي.
رسنیو نیول شوی کس، په پنجشیر کښې زیږیدلی «غیاثالدین» بللی دی.
د ځايي سرچینو په وینا، غیاث الدین په پلازمینه کابل کښې اوسیده او بې روزګاره و او له هیڅ ډلې سره یې اړیکه نه ده لرلې.
د دغه پخواني پوځي د نیولو انګیزه معلومه نه ده او طالبانو یې هم د نیولو د وجوهاتو په اړه څه نه دي ویلې.
د ویلو ده چې د افغانستان رسنیو وړمه شپه په بادغیس ولایت کښې د یو سړي د چلماري کیدو خبر ورکړی دی.
د طالبانو د امنیتي سرچینو د شپې په درې بجې د دغه کسا د وژل کیدو د خبر په تصدیق سره، د هغه دقتل له علت او انګیزې څخه بې خبري څرګنده کړې ده.