طالبانود ښځینه سینګارتونونو د تړلو وجوهات بیان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135404-طالبانود_ښځینه_سینګارتونونو_د_تړلو_وجوهات_بیان_کړل
د طالبانو د امربالعمروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاطف مهاجر د ښځینه سینګارتونونه د تړلو د پریکړې په اړه دلایل په ډاګه کړل.
(last modified 2023-07-07T04:21:59+00:00 )
Jul 07, 2023 08:50 Asia/Kabul
  • طالبانود ښځینه سینګارتونونو د تړلو وجوهات بیان کړل

د طالبانو د امربالعمروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاطف مهاجر د ښځینه سینګارتونونه د تړلو د پریکړې په اړه دلایل په ډاګه کړل.

نوموړي ادعا وکړه، چې په دغو سینګارتونونو کې د شریعت خلاف اعمال ترسره کېدل او په لګښتونو کې یې اسراف کېده.

عاکف مهاجر زیاتوي، چې په ښځینه سینګارتونونو کې ښځو ته د نورو انسانانو (مصنوعي) وېښته کېنول کېدل چې دا کار په شریعت کې اجازه نه لري.

د هغه په وینا، په یادو سینګارتونونو کې د ښځو د وروځو وېښته اصلاح کېدل او ویستل کېدل چې دا هم د شریعت خلاف عمل دی.

مهاجر زیاتوي د ښځینه سینګارتونونو د بندېدو بل عامل اسراف دی چې په ودونو او ښادیو کې د زوم له کورنۍ ډېره اندازه پيسې اخیستل کېدې.

 د طالبانو د امربالمعروف په یوه مکتوب کې مخکې ویل شوي وو، چې یاده پریکړه د دوی عمومي مشر ملا هبت ا... کړې ده.

د ښځینه سینګارتونونو په اړه د طالبانو پریکړه په پراخه کچه غندل شوې ده. سینګارکوونکې وایي چې له مجبورۍ او د کورنۍ د سرپرستۍ لپاره یې دغه کار ته مخه کړې وه. د ښځو د حقونو نړیوالو بنسټونو د ښځو په اړه د طالبانو پرله پسې قیودات له ټولنې د ښځو د حذفولو هڅې ګڼلي دي.