د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي په نړۍ کې ۶۲م او په آسیا کې ۱۲م مقام خپل کړ
د فوټسال نړیوالې ډلبندۍ وېبپاڼې اعلان کړی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیواله ډلبندۍ کې څلور او د آسیا په ډلبندۍ کې دوه ځایونه پورته شوي دي.
د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د فوټسال د نړیوالې درجه بندۍ د ویب پاڼې د شمېرو له مخې چې نن سه شنبه د زمري په ۱۷ مه خپره شوه، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د چک هېواد له پیاوړې لوبډلې سره له مساوي کېدو وروسته اوس ۶۲م مقام ته رسېدلې ده.
د افغانستان د فوټسال لوبډله اوس د سعودي عربستان، چین، سویلي کوریا او قطر له لوبډلو څخه لوړه ده.
پرون د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د انټرکانټینینټل فوټسال جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د چک جمهوریت د فوټسال له لوبډلې سره ۴-۴ مساوي کړه او نن به له موزمبیق سره مخامخ شي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د مرکزي آسيا د فوټسال جام سياليو له پيل راهيسې په نړۍ کې له ٩٩ مقام څخه ٦٢ او په آسيا کې له ٢٠ م مقام څخه ١٢ مقام ته رسېدلې ده.