له ۱۲ زره افغان خبریالانو څخه ۸ زرو یې خپلې دندې پرېښي
(ار اېس ایف) یا د بې پولي خبریالان نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو د دوه کلنۍ په درشل کې "د طالبانود رژیم تر واکمنۍ لاندې دوه کاله خبریالي ( ژورنالیزم) په نوم یو راپور خپور کړی او ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ مياشتې وروسته، د ۱۲۰۰۰ خبريالانو له ډلې دوه پر درې برخې يې د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي، چې په سلو کې ۸۰ يې ښځينه خبريالانې دي.
د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، په راپور کې راغلي چې له ۵۴۷ ثبت شويو رسنیو له نیمايي زیاتو یې اوس تړل شوي، له ۱۵۰ تلویزوني شبکو له ۷۰ کمې یې فعالې دي، د ۳۰۷ راډيوګانو یوازې ۱۷۰ راډيو خپرونې لري، او د خبري آژانسونو شمېر د تېرو دو کلونو راهیسې له ۳۱ څخه ۱۸ ته راټيت شوی دی.
په ورته وخت کې د امریکا د سولې انستیټیوت هم په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان تر بیاځلې واکمنیدو وروسته، تر ډېره بریده ډیموکراټیک بنسټونه حذف کړي، او د بیان د آزادۍ د کنټرول په موخه ېې رسنیو باندې نظارتي او تنبیهي محدودیتونه لګولي دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنیدو وروسته د نورو محدودیتونو ترڅنګ، د خبریالانووهل ټکول، سپکاوی، او نیول هغه څه دي چې خبریالان ورسره مخ دي.