افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر زیات شوی
(last modified Wed, 27 Sep 2023 08:31:32 GMT )
Sep 27, 2023 13:01 Asia/Kabul
  • افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر زیات شوی

د  افغان طالبان د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر د تېرو کلونو پرتله زیات شوی دی.

د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، د عامې روغتیا وزارت د تغذیې برخې مشر وایي، چې د روان لمریز کال له پیله راهیسې په ټول هېواد کې په خوارځواکۍ اخته څه باندې ۸۹۶ زره ماشومانو او څه باندې ۴۴۴ زره شیدې ورکوونکو او امینداورو میندو روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

یو شمېر کورنۍ وایي، چې ماشومان یې د اقتصادي ستونزو او د سالمو خوړو د نه ورسېدو له امله پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د تغذیې د څانګې د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په ټول هېواد کې یو مېلیون و ۹۶۳ زرو ۶۲۱ ماشومانو او ۸۴۵ زرو ۱۵۵ امیندوارو او شیدې ورکوونکو مېندو د خوار ځواکۍ د درملنې مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

ټیګونه