د افغانستان د طالبانو یوه پلاوي د ایران د نړیوال نندرتون کتنه کړي ده نور جزیات دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی په ايران هيواد کې د درملو او روغتيايي محصولاتو له نړيوال نندارتون څخه د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست لیدنه وکړه.
په ایران هيواد کې د (ايران فارما) تر نامه لاندې د درملو او روغتيايي محصولاتو له نړيوال نندارتون څخه د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر لیدنه وکړه.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ويلي چې ډاکتر عمر د ياد نندارتون څخه د ليدني تر څنګ د ايران هيواد او نړيوالو شرکتونو له رئيسانو سره هم ليده کاته ترسره کړي او د هيواد دننه يي د خوراکي توکو روغتيايي محصولاتو او درملو په اړه د شته قوانينو او په خاصه توګه د بهرنيو شرکتونو او د ثبت د کړنلارې په هکله معلومات ورکړي تر څو کيفيت او معيار يي د ډاډ وړ او د غير معياري درملو او قاچاق مخه ونيول شي.
د ايران هيواد او ګڼ شمير نورو هيوادونو د درملو توليدي فابريکو مسولينو ويلي چې خپل روغتيايي محصولات او توليدي درمل به د خوړو او درملو ملي ادارې د نوي کړنلاري له مخي ثبت کړي.
ویل کیږي د ایران او نورو هېوادونو د درملو تولیدي فابریکو مسئولینو لېوالتیا ښودلې چې خپل تولیدي درمل او روغتیايي محصولات به د خوړو او درملو ملي ادارې د نوې کړنلارې له مخې ثبتوي.
شاو خوا دوې اونۍ وړاندې د افغانستان په شمالي سیمه بلخ ولايت کې د (۵) میلیونه افغانيو په ارزښت د يوه روغتيايي مرکز د جوړولو چاري پيل شوې وې.