هرات کښې په پرونۍ زلزلې کښې سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي نور حال دلته لرو
(last modified Sun, 08 Oct 2023 06:13:57 GMT )
Oct 08, 2023 10:43 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو چارواکي وايې په هرات ولايت کې د تېرې ورځې زلزلې له امله سلګونه کسان وژل شوي‌ او ګڼ نور ټپیان دي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې په هرات کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۵۰۰ ته رسیدلی او ښایي دا ارقام(شمیر) نور هم لوړ شي.

دې اداې دا هم ویلي چې د هرات په زنده جان او غوریان ولسوالیو کې ۱۲ کلي په بشپړ ډول ړنګ شوي دي.

په هرات کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې امر عنایت الله صابر  وايي وېره ده چې اوښتې مرګ ژوبله به ډېره لوړه وي ځکه څو کلي په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.

ښاغلی صابر وايي، نږدې ټول مړي تر خاورو لاندې پراته دي‌ او ګومان نه کېږي چې څوک ژوند پاتې وي.

د سرې میاشتې په ګډون یو شمېر مرستندویه بنسټونو د زلزله‌ځپلو لپاره بېړنۍ مرستې رسولي او له نړیوالو ادارو هم غوښتل شوي چې د زلزله‌ځپلو لاسنیوی وکړي.

د هرات والي له خلکو او ملي سوداګرو غوښتنه کړې  چې د زلزله ځپلو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد وایي ټولو خدمتي او نظامي ارګانونو ته هدایت شوی چې ژر تر ژره په هرات ولایت کې زلزله‌ځپلو سیمو ته ځانونه ورسوي.

ښاغلي مجاهد ټینګار کړی چې مسوولین دې روغتونونو ته د ټپیانو د لېږد لپاره هر ډول امکانات برابر کړي او په وینا یې چې د خوراکي توکو او خلکو ته د سرپنا برابرولو په برخه کې دې بیړني اقدامات وشي.

ویل کېږي چې دې زلزلې د بریښنا بهیر پرې کړی او په ځینو سیمو کې د ودانیو د نړېدو له کبله لارې بندې شوې دي.

 

ټیګونه