اسلامي ایران د افغانستان له زلزله ځپلیو سره مرسته کوي نور جزیات دلته لرو
(last modified Mon, 09 Oct 2023 08:02:06 GMT )
Oct 09, 2023 12:32 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر امير عبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په ټلیفوني خبرو کې د هرات د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او له زلزله ځپلو سره یې د بشري مرستو ژمنه کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلاميه کې ويلي چې دواړو لورو پر یو شمېر موضوعاتو ټليفوني خبرې وکړې.

اعلاميه زياتوي په دې ټليفوني مکالمه کي ښاغلي امیر عبداللهیان په هرات کې د تيري ورځي د زلزلې له قربانیانو سره خپله غمشریکي وښوده او د تسلیت مراتب يې وړاندې کړل.

دغه راز یې له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو ژمنه وکړه او د هر راز همکاري چمتو والی یې وښود.

همدارنګه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ملا اميرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر څخه د غمشریکۍ د څرګندولو او بشردوستانه مرستو له کبله مننه وکړه او د زلزلي د زیانونو او د زلزله ځپلو د اړتیاو په هکله یې معلومات ورسره شریک کړل.

د دغې ټليفوني مکالمې په پای کې د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړېکو پر پراختيا او لا تقویي او د افغان-ایران د دوه اړخیزو همکاریو پر پياوړتيا ټینګار وشو.

اخوا په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت جنرال قونسل محمد صديقي فر د ويلي، ایران له زلزله ځپلو سره د زخمیانو د انتقال په شمول هر ډول مرستې ته چمتو دی.

په هرات کې د ايران قونسل جنرال زياته کړه: موږ هڅه کوو چې ايران ته د ټپيانو د لېږد لپاره د اړتيا په صورت کې مرسته وکړو.

په همدې حال کې د ایران د خراسان جنوبي د سرې میاشتې ټولنې مشر د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته د ژغورونکې ډلې د استولو اعلان کړی.

د جنوبي خراسان د سرې میاشتې ټولنې رییس محمد علي کاووسي ویلي چې د اسلامي ورورولۍ او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ يوه ۱۵ کسيزه ډله هرات ولايت ته استول شوې چې د ژغورنې په عملياتو کې برخه واخلي.

بلخوا په کابل کې د ايران اسلامي جمهوريت سفير حسن کاظمي قمي د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د کابل زون له رئیس مولوي سلیم حقاني سره ليدلي او د هرات له زلزله ځپلو سره د هر اړخیزو مرستو په هکله يې ورسره خبرې کړي.

په دغه ناسته کې ښاغلي قمي ويلي چې د بشردوستانه مرستو د لیږد لپاره به خپل سرحدي خدمات زیات کړي.

د شنبې په سهار د ریشټر په کچه د ۶،۳ درجې یوې زلزلې د هرات او بادغيس ولايتونو ځينې سیمې ولړزولې.

 

ټیګونه