هرات کې په زرګونه زلزله ځپلې په سړه هوا کې بې سرپناه پاتې دي
Oct 11, 2023 12:26 Asia/Kabul
په داسې حال کې چې په هرات کې خیریه کارکوونکو د زلزلې د ژوندي پاتې شویو کسانو د لټون وروستۍ هلې ځلې کولې، په زرګونو خلک چې په دغه زلزله کې یې کورونه نړېدلي دي، د ژمې په درشل کې بې سرپناه پاتې دي.
ملګري ملتونه وايي، د زنده جان ولسوالۍ په ۱۱ کلیو کې ټول کورونه نړېدلي او په ټوله کې د څه باندې ۱۷۰۰ کورنیو لږ تر لږه ۱۲ زره کسان اغېزمن شوي دي.
په هرات ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه وايي، په زلزله کې د زخمي شویو کسانو درملنې هم ستونزې ایجاد کړي دي.
دغې ټولنې په خپل ایکس (ټویټر) حساب کې ولیکلي: "له پرون راهیسې۳۴۰ څخه ډیر ناروغان رخصت شوي، خو دوی نه غواړي چې روغتون ترک کړي، ځکه چې کورونه یې نړېدلي او د تګ دپاره ځای نلري."