هرات کښې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو کار پیل شوی تفصیل ته غوږ شئ
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت لخوا د هرات ولايت په زلزله ځپلو سیمو کې د څه باندې ۲۰۰۰ کورونو د جوړولو چارې پيل شوې.
د سرپرست حکومت وياند ذبیح الله مجاهد وايي، دا کورونه په معیاري او د ښارګوټي په ډول د زلزله ځپلو لپاره دهرات ولایت د «زنده جان »ولسوالۍ په «سیاه آب »سیمه کې جوړیږي.
نوموړی زياتوي هڅه کیږي چې د ژمي له رارسیدو وړاندې یاد ښارګوټی بشپړ او د هرات د وروستۍ زلزلې اړمنو خلکو ته توزیع شي.
په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو کلتور رٸيس مولوي احمدالله متقي وايي چي په بېلابېلو سيمو کې د زلزلې له امله زيانمنو شويو کسانو ته به ۲۱۴۶ کورونه جوړ شي.
دده په خبره، د ښاروالۍ، ښاري پراختيا او کرنې رياستونو انجنيران له څلورو ورځو راهيسې د ښارګوټي په پلان او د کورونو په جوړولو کار کوي او په پام کې ده چې دغه کورونه په عصري او معياري ډول جوړ شي.
د «زندهجان» ولسوالۍ اوسېدونکي چې د وروستیو مرګونو زلزلو له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وايي سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري.
هغوی وېره لري چې ګنې د ژمي په رارسېدو او د هوا په سړېدو سره به یې د ماشومانو ژوند ګواښ سره مخ شي.
د هرات زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو ژمنه د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال ملابرادر هرات ولايت ته په وروستي سفر کې کړې وه.
له دې وړاندې یو شمېر افغان سوداګرو ویلي وو چې که د هرات زلزله ځپلو ته ځمکه ورکړل شي کورونه ورته دوی جوړوي، خو تراوسه پدې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.