په افغانستان کې باید هیڅ مخالفته وسلواله ډله شتون نه لري
(last modified Tue, 31 Oct 2023 07:56:10 GMT )
Oct 31, 2023 12:26 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې باید هیڅ  مخالفته وسلواله ډله شتون نه لري

د ترکیې حکومت سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیّت نه پيژني ، له دغې ډلې سره نزدې اړیکې لري.

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ووئیل،د افغانستان دطالبانو دحکومت خارجه وزیر امیر خان متقي چې د ترکیې په سفر تللی،ددغه هیواد له خارجه وزیر هاکان فیدان سره  په کتنې کې ټينګار وکړ، باید په افغانستان کې هیڅ وسلوال مخالفت نه وي.امیرخان متقي دغه راز ووئيل،نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره تعامل ولري څو ددغه هیواد د مظلوم ولس ستونزې  اومشکلات هوار کړئ شي.

د ترکیې حکومت سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیّت نه پيژني،له دغې ډلې سره نزدې اړیکې لري.

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي نن سهار وختي په ټولنیز چینل کې په یوه پیغام کې لیکلي دي ،د امیر خان متقي او فیډان  په کتنې کې د ډيپلوماټيکو  اړیکو د سوئې د لوړتیا،دوو اړخیزو اړیکو،او د سیمه ایزو موضوعګانو او تجارتي چینلونو  په باب خبرې اترې  کړي دي.

بلخي زیاته کړې ده،د طالبانو او ترکیې خارجه وزیرانو  همدارازله یوه بل سره د ناستې پاستې او ملګرتیا  په باب هم ټينګار شوی او امیر خان متقي په انقرې او استانبول کې د نوو افغان ډيپلوماټانو  منل ،په دوو اړخیزو اړیکو کې ښه پرمختګ بللی دی .

امیر خان متقي همداراز په ترکیې کې له افغانانو سره هم کتلی او وئیلي ئې دي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت واک ته په رسیدا سره  په درست هیواد کې د ورورولۍ  روحیه او امنیت واکمن شوی دی .

 

ټیګونه