افغانستان له چابهار بندر څخه د استفادې غوښتنه وکړه
(last modified Fri, 10 Nov 2023 08:16:29 GMT )
Nov 10, 2023 12:46 Asia/Kabul
  • افغانستان له چابهار بندر څخه د استفادې غوښتنه وکړه

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر» د کابل د تجارت د اسانتیا لپاره د چابهار بندر له ظرفیتونو د افغانستان د ډیرو ګټو د اخیستلو لپاره د ایران د مرستې غوښتنه وکړه.

د ملا عبدالغني برادر دفتر پرون په یوې بیانیې کښې د ایران چابهار بندر ته د هغه د سفر په هکله وویل عبدالغني برادر د چابهار بندر د لیدو په وخت د دغه بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او د وارداتو د زیاتیدا  په ضرورت ټینګار وکړ او له ایران څخه یې وغوښتل چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان د تجارت لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

د ملا عبدالغني برادر د دفتر په بیانیې کښې ویل شوي دي د چابهار بندر چې سټراټيژیک موقعیت لري افغانستان د دې جوګه کوي چې نوي تجارتي او ټرانزیټي ملګرتیاوې رامینځته کړي په عین حال کښې په کم وخت او په کمو پیسو سره له نړیوالو بازارونو سره وصل شي.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې د ایران حکومت د چابهار بندر له لارې د افغانستان د تجارت د پیاوړي کیدا لپاره د خپل ملاتړ او ارادې په هکله ډاډ ښودلی دی.

د ملا عبدالغني برادر  د دفتر بیانیه زیاتوي د ایران له چابهار بندر سره وصل کیدا د اروپا، د مینځني ختیځ ، د هندوستان او د چین بازارو ته د افغانستان د لاسرسي امکان برابروي او په نتیجه  کښې د افغانستان تجارتي اړیکې پیاوړي کوي.

 

ټیګونه