د ایران او د افغانستان اقصتادي مبادلات زیاتیږي
(last modified Fri, 10 Nov 2023 08:29:27 GMT )
Nov 10, 2023 12:59 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان اقصتادي مبادلات زیاتیږي

فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان و بلوچستان والي له افغانستان سره د ملګرتیاو د پراخولو غوښتنه وکړه.

د ایران د سیستان و بلوچستان والي «محمد کرمي» پرون د طالبانو د حکومت د موقته کابینې د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې سیستان و بلوچستان ولایت له افغانستان سره د شپاړس سوه دیرش کلومیټره ګډ سرحد په لرلو او ازادو اوبو ته په لاسرسي لرلو سره د تجارت د پراختیا او د صادراتو او د وارداتو د زیاتولو لپاره ډیره ښه زمینه لري وویل افغانستان په ګډو فعالیتونو سره له دغو بې بدیله ظرفیتونو د ګټه د پورته کولو زمینه برابره کړي.

محمد کرمي دغه راز د ایران او د افغانستان ترمینځ د پراخو اړیکو پرضرورت باندې ټينګار سره وویل له افغانستان سره د اقتصادي مبادلاتو زیاتیدل، د کشتیو د تګ راتګ په حوزه کښې د پانګونې د ګډو شرکتونو جوړول او د پاکو انرژیو د تولید، د پوهنتونونو او د درملنې بحثونه باید په اجنډا کښې وي.

د ایران د سیستان و بلوچستان والي محمد کرمي د چابهار بندر د اورګاډي سرویس پیلیدا ته په اشارې سره وویل د اورګاډي دغه مهمه ‎پروژه به د اوقیانوسیې ازادو اوبو ته د افغانستان او د مرکزي اسیا هیوادونو د لاسرسي او د سیمې د اقتصادي ودې او د پراختیا لپاره به د مناسبې زمینې د رامینځته کولو سبب شي.

 

 

ټیګونه