یوناما افغانستان ته د مرستې په لاره کې خڼدونه لیرې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141894-یوناما_افغانستان_ته_د_مرستې_په_لاره_کې_خڼدونه_لیرې_کړي
د تسنیم  خبري آژانس له راپور سره سم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د سیاسي څانګې مشر د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال د دفتر له مشر سره په لیدنه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو په نوښت به د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي چې طالبان به یې مهمه برخه وي.
(last modified 2023-11-21T07:57:06+00:00 )
Nov 21, 2023 11:18 Asia/Kabul
  • یوناما افغانستان ته د مرستې په لاره کې خڼدونه لیرې کړي

د تسنیم  خبري آژانس له راپور سره سم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د سیاسي څانګې مشر د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال د دفتر له مشر سره په لیدنه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو په نوښت به د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي چې طالبان به یې مهمه برخه وي.

په دې کتنه کې د یوناما د سیاسي څانګې مشر سیکاټ سمیع له افغانانو سره د ملګرو ملتونو پر بشري مرستو په ټینګار سره وویل، چې په افغانستان کې د طبیعي پېښو په ځانګړې ډول په هرات کې د زلزلې او د کډوالو د راستنېدو له امله د بشري مرستو ډېره برخه اړتیا ده.

هغه وويل، چې دې پېښو پر افغانانو منفي اغېزه کړې او مرستو ته يې اړتيا زياته کړې ده.