Jan 30, 2024 13:13 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ګاونډ او سیمې یوولس هېوادونو استازي او سفیران سره راټول شوي وو او په ګڼو بېلابېلو سیمه ییزو موضوعاتو یې خبرې اترې کړې دي.

دوی ټولو په افغانستان کې امن، ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه بللی او هر هېواد افغانستان سره د اړیکو پراخوالو او د تعامل د  ډېرولو خبره کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان سیمه ییز ابتکار غونډې څخه وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په دې کنفرانس کې د ۱۱ ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو ګډون کړی و .

ښاغلي متقي زیاته کړه، چې د کنفرانس ټولو ګډونوالو په یوه خوله په افغانستان کې امن، ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه وباله او ټینګار یې وکړ، چې د ټولو هغو حرکتونو مخنیوی دې وشي چې په سیمه کې تاوتریخوالي ته زمینه برابرووي.

همداراز مولوي امیرخان متقي وویل، چې په دې کنفرانس کې د اقتصادې ودې لپاره لویو اقتصادي پروژو د عملي کارونو په پیل باندې په ګډې همکارۍ ټینګار شوی دی.

‏د ایران سفیر حسن کاظمي قمي د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار په ناسته کې ویلي: "نن موږ د دې سیمې د خلکو استازي د کوربه هېواد په بلنه کابل کې راټول شوي یو، تر څو د مشورو له لارې د خپلو دولتونو لپاره د خیر او مصلحت لپاره داسې لارې ولټوو، چې افغانستان یې د نښلولو او اتصال نقطه وي.

کابل کې د پاکستان شارژدافير عبیدالرحمن نظاماني په سيمه‌ييز اقتصادي اتصال کې د افغانستان رول مهم بللی او ویلي یې دي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه له سرپرست حکومت سره خپلو مثبتو اړیکو ته دوام ورکړي.

ښاغلي نظاماني زیاته کړې؛ سرپرست حکومت د افغانستان په اقتصاد او امنیت کې د پام وړ پرمختګ کړی او د سترو اقتصادي پروژو پلې کولو ته یې ښه زمینه برابره کړې ده.

په کابل کې د ازبکستان سفیر  ویلي، د یو ګاونډي په توګه غواړي له افغان حکومت سره خپلې اړیکې لا ډېرې پراخې او پیاوړې کړي.

‏د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار په ناسته کې د خوښۍ سربېره ویلي، هېواد یې غواړي، چې افغانستان د دوحې ناستې د خبرو اصلي برخه وي.

ښاغلي کابلوف د یوشمېر هېوادونو له لوري افغانستان ته د نویو سفیرانو لېږل د دواړو هېوادونو په ګټه بللي دي.

په کابل کې د هند شارژدافیر  ویلي، د هر هغه کوښښ ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لامل کېږي.

د هند شارژدافیر له افغانانو سره خپلې اړیکې تاریخې وبللې او د همکاریو پر یو داسې ماډل یې ټینګار وکړ، چې د افغانانو په ګټه وي.

نوموړي د چابهار بندر له لارې افغانستان سره پر سوداګریزو اړیکو ټینګار وکړ او افغانستان سره یې د هند پر انکشافي مرستو هم معلومات ورکړي.

یاد کنفرانس کې د هند شارژدافیر له افغانستان سره په خپلو سوداګریزو اړیکو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

د ازبکستان سفیر په دې کنفرانس کې همداراز زیاته کړې، افغانستان او ازبکستان د یو بل ښه ګاونډي او د یوې سیمې هېوادونه دي.

د قزاقستان هېواد استازي  ویلي، د حکومت څرنګوالي ټاکل د افغانانو حق دی او قزاقستان په کې هیڅ مداخله نه کوي.

د قزاقستان استازي په دې کنفرانس کې ویلي، دوی نه غواړي چې د حکومت د څرنګوالي په اړه افغانانو ته نسخې ورکړي.

نوموړي په قزاقستان کې هغه لېست ته چې په دې هېواد کې یي پر فعالیت پابندي و، د افغان حکومت ایستلو ته په اشارې ویلي، افغانستان سره د مثبت تعامل یو مثال له دې لیست څخه د افغان حکومت ایستل دي.

د اندونیزیا هېواد استازي ویلي، سیمه ییزه همکاري د نړېوالې همکارۍ لپاره پيلامه ده.

د اندونیزیا استازي په دې کنفرانس کې زیاته کړې، د سیمې هېوادونه له یوبل پرته نه شي کولای پرمختګ وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغان حکومت دې د نړیوالې ټولنې فعاله برخه وګرځي.

 

ټیګونه