Mar 06, 2024 15:49 Asia/Kabul
  • طالبان: د نشه یي توکو کښت بشپړ ختمولو ته ژمن دي

په افغانستان کې د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د هلمند په ګډون یې په ګڼ شمېر ولایتونو کې ۲ سوه جریبه هغه کروندې لمنځه وړي، چې پرې د کوکنارو کښت شوی وو.

د فارس خبري آژانس په لیکنه د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون (سه شنبه د کب په۱۶مه) خپره شوې، راغلي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په هلمند، ارزګان، کندهار، فراه او ننګرهار ولايتونو کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په موخه يو شمېر عمليات ترسره کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د هلمند ولایت یوازې په مرکز او په باباجي، باغران، واشېر، کجکي او موسی کلا ولسوالیو کې یې ۱۵۰ جریبه د کوکنارو کښت له منځه وړی دی.

دغه راز د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په کندهار او اروزګان ولايتونو کې څه باندې ٣٠ جريبه، په ننګرهار کې اته جريبه او لږه نوره ځمکه په فراه کښې د کوکنارو له کښت څخه پاکې شوې دي.

ويل کيږي چې په افغانستان کې تر ټولو زيات ترياک او نشه يي توکي د هلمند په ګډون د هېواد په جنوب کې توليديږي.

طالبانو په جنوبي ولایتونو کې د تریاکو د ۲۰۰ جریبه کښتونو د له منځه وړلو اعلان کړی او ادعا کوي چې د دغې ډلې د مشر له حکم وروسته په افغانستان کې د مخدره موادو تولید او قاچاق صفر ته رسېدلی دی.

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د یو حکم په صادرولو سره په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت، تولید او خرڅلاو "منع" کړی دی. د دغه فرمان له صادرېدو شاوخوا دوه کاله وروسته  طالبان لاهم د تریاکو د کښتونو د له منځه وړلو خبر ورکوي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د روان کال په سپټمبر میاشت کې په خپل نوي راپور کې ویلي وو چې د طالبانو له خوا له بندیزونو وروسته په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی.

 

ټیګونه