د افغانستان شیعه علماو په لیکلي ډول خپلې غوښتنې طالبانو ته ورکړي
(last modified Thu, 14 Mar 2024 10:14:01 GMT )
Mar 14, 2024 14:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان شیعه علماو په لیکلي ډول خپلې غوښتنې طالبانو ته ورکړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د شیعه ټولنې غوښتنې په لیکلي ډول د طالبانو حکومت ته وسپارل شوې.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا غړو د طالبانو د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي "عبدالکبیر" سره په کتنه کې د شیعه ټولنې وړاندیزونه او غوښتنې په لیکلي ډول وړاندې کړي دي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر د افغانستان د شیعه علماوو شورا له لوړ پوړو غړو استاد محمداکبري، سید حسین عالمي بلخي او نعمت الله غفاري سره وکتل.

د خبرپاڼې له مخې د افغانستان د شیعه علماو شورا غړیو په دغه کتنه کې وویل چې امنیتي او اقتصادي حالت مخ په ښه کېدو دی او د ډېرو خلکو حقوقي دوسیې حل شوې دي.

 

مولوي عبدالکبير دغه راز وويل، چې افغان حکومت د ټولو قومونو پر وړاندې يو شان مسووليت لري او خلکو ته خدمت کول د دغه حکومت تر ټولو مهمه دنده ده.

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړه چې «اسلامي امارت» د افغانانو لپاره د ښه ژوند د اسانتیاوو په برابرولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د اقتصادي پرمختګ په لور کار کوي.

په دې کتنه کې هغه د افغانستان د شیعه علماوو شورا غړو ته ډاډ ورکړ چې د شیعه ټولنې وړاندیزونه به وڅېړي او په اړه به یې اقدام وکړي.

 

ټیګونه