په کندوز کې له یوه ځوانه سر پرې شوی او په فاریاب کې هم یو بل کس وژل شوی
سرچینو پنجشنبه د کب پر ۲۴مه ویلي چې درې ورځې وړاندې د دغه ځوان مړی د افغانستان د کندوز ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې د نوموړي کور خواته موندل شوی دی. دا ځوان عصمتالله نومېده او تازه له ایرانه راستون شوی وو او په کندوز ښار کې یې «زرنج» چلولو.
د افغانستان په کندوز ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ هم د دې پېښې پخلی کړی او ویلي دي چې د عصمتالله د وژنې په تور یې پنځه کسان نیولي دي.
له دې سره، سیمهایزې سرچینې د فاریاب په مرکز میمنه کې هم د یوه سړي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې وايي چې د دغه کس مړی پنجشنبه د کب پر ۲۴مه د میمنې ښار اړوند په قروغسای کلي کې موندل شوی دی.
وژل شوی کس احمدخالد متین نومېده چې له کوره تر وتلو وروسته ورک شوی وو.
د سرچینو په خبره، د دغه کس پر جسد د شکنجې نښې لیدل شوې دي.
احمدخالد د یوه روغتیايي مرکز په لابراتوار برخه کې دنده لرله او څلور کاله وړاندې یې واده کړې وو.
له نوموړي یوه دوه کلنه لور او یو یو کلن زوی پاتې شوی دی.
د یادونې ده وړ چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان په ځينو سیمو کې مرموزې وژنې ډېرې شوې دي.
روانه اونۍ د کب پر ۲۲مه د لوګر مرکز پلعلم ښار د پادخوابشانه په سیمه کې هم یو کس په مرموز ډول وژل شوی وو.