Mar 24, 2024 16:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان په معدنی سرچینو د القاعدې چتر له ادعاتر حقیقیته

فارن پالیسي مجلې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او القاعده او د هغې د ملاتړو ډلو تر منځ د اړیکو په اړه داسې تورونه لګولي چې که رښتیا وي، د طالبانو لپاره به بې پایلې نه وي.

د فارن پالیسي د راپور له مخې، د ختیځ ترکستان غورځنګ، جماعت انصارا...،  د پاکستان ټي ټي پي، القاعدې په عربي ټاپووزمه، یمن، عراق، سوریه، د هند براعظمګی  او ختیځه افریقا په شمول ۱۴ ډلې په افغانستان کې دکانونو له استخراج  له  تر لاسه شوی  عاید ګټه پورته کوي . دا پدې معنی  ده چې په افغانستان کې واکمن طالبان د مالي ونډې په بیلولوسره د دې ډلو په  تمویل کې مرسته کوي. پر دې سربیره د فارن پالیسي د راپور له مخې، افغان طالبان القاعدې ته ښځې، پاسپورټونه او وسلې ورکوي  . فارن پالیسی ادعا کوي  چی خپل دغه راپور یی په لند ن کی د پټو دیپلوماتیکو راپورونو په اساس برابر کړی دی د هغو په اساس طالبان د القاعدې د عواملو او قوماندانانو لپاره ښځه ، کور او پاسپورټ برابروی .

د القاعدې او طالبانو تر منځ اړیکې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ دورې ، یعنې د ملا عمر وخت ته  ورګرځي ، کله چې امریکا د دوی مشران په ځانګړې توګه بن لادن د ۲۰۰۱ کال په بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړل. او له  طالبانو یی امریکا ته  د هغه د سپارلو غوښتنه وکړه. د امریکا دغې غوښتنې ته د طالبانو نه پاملرنه په افغانستان باندې د حملې او د طالبانو د واکمنۍ د نسکوریدو سبب شوه.

د سیاسي مسایلو کارپوه اسدا... بشیر وایي: د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې پخواني  دي او حتی په افغانستان کې د القاعدې حضور د طالبانو له رامنځته کیدو او د پخواني شوروي  د سره  پوځ،لخوا د دغه هیواد له اشغال مخکې دی.  امریکایانو هم   د القاعدې په جوړولو او پیاوړتیا کې رول لوبولی، چې د افغان عربانو د ډلې په توګه رول ولوبوه .

د فارن پالیسي په راپور کې د القاعدې او طالبانو تر منځ د اړیکو په اړه یو مهم ټکی دا دی چې طالبان له القاعدې سره مرسته کوي چې د هیروینو د امپراتورۍ پراخې شبکې ته لاسرسی ومومي. د جمهوري حکومت  د مخالفې ډلې په توګه د طالبانو د ډلې د فعالیت پر مهال دا شک هم موجود و چې طالبان د نشه یي توکو له قاچاق د خپلې بودجې او مالي سرچینو د برابرولو لپاره کار اخلي او اوس د تمویل لپاره القاعده د هیروینو قاچاق ته هڅوي.

 د فارن پالیسی  ادعا ته په پام سره القاعدې  په تېرو دوو کلونو کې د تخار او بدخشان د سرو زرو له کانونو څ د ٢٥فیصده ونډې په تخصيص سره شاوخوا ١٩٥ ميليونه ډالره ترلاسه کړي دي. نو ځکه ویلای شو چې دغه ترهګره ډله او د هغې ملاتړې ډلې مختلفو مالي سرچینو ته لاس رسی لري چې کولای شي دوی نور هم پیاوړي کړي.

په هر صورت، که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې د مادو په اړه زیات  او کره معلومات نشته، خو ویل کېږي، چې طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې، چې افغانستان به د امریکا ضد ترهه ګرو ډلو په  پټنځای بدل نشی . له همدې امله که په افغانستان کې د القاعدې د مالي سرچینو په اړه د فارن  پالیسۍ موندنې سمې وي، نو ویلای شو چې ترهګرې ډلې لکه القاعده او د هغې تر ملاتړ لاندې ۱۴ ډلې د سیمې د امنیت د ګډوډولو په هدفونو سره فعالیت کوي. په افغانستان او نورو هدفي هیوادونو کې ترهګري رامینځته کوي، د دوی عملیاتي ساحه کیدای شي منځنۍ آسیا، روسیه او د چین تر پولو پورې او حتی په دې هیواد کې دننه وي. په داسې حال کې چې نړۍ په کندهار، کابل او حتی په مسکو کې د وروستیو تروریستي بریدونو د اغیزو شاهده و

 

ټیګونه