په ټول افغانستان کې څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو
Jun 03, 2024 16:00 Asia/Kabul
په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ د لمنځه وړلو د عملیاتي مرکز مشر عبدالقدوس بریالي ویلي چې دغه کمپاین نن دوشنبه پیل شو او څلور ورځې به دوام وکړي.
د نوموړي په وینا د دې کمپاین په ترڅ کې به په ټول هېواد کې ۱۱.۲ میلیونه د پنځه کالونو څخه کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شي.
په ورته وخت کې د افغانستان په ختیځ کې چارواکي په نورستان او ګونړ ولایتونو کې د ګوزڼ د دوو مثبتو پېښو له ثبتیدو خبر ورکړی.
د دغه چارواکو د معلوماتو له مخې، د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې د ګوزڼ څلور مثبتې پېښې ثبت شوي چې دوه یې په کندهار او دوه نورې یې په ننګرهار او نورستان ولایتونو کې دي.