Jul 01, 2024 05:14 Asia/Kabul
  • په استقلال روغتون کې ۱۸ زره جراحي عملیات شوي

په کابل کې استقلال روغتون تېر کال څه باندې ۱۸زره عملیاتونه ترسره کړي.

دا خبره د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت پرون په یوه بیان کې کړې ده.

استقلال روغتون په پلازمینه کابل کې له مهمو دولتي روغتونونو دی چې کلونه کلونه یې په بېلابېلو برخو کې صحي خدمات وړاندې کړي.

دا د سوځېدنې د پېښو د درملنې یوازینی عمده مرکز دی چې تر څنګ یې د زیږنتون او نو زیږو څانګې هم پکې شاملې دي.

د طالبانو حکومت داسې وخت لسګونه زره کسانو ته د دغه روغتون له لارې د صحي خدماتو او عملیاتونو د ترسراوي خبر ورکړی چې د بې پولې ډاکترانو سازمان څه وخت مخکې اندېښنه ښوولې وه، چې د افغانستان ګڼ روغتیايي مرکزونه د بودجې د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي.

دغه سازمان زیاته کړې وه چې د زیږنتون څانګې له دې ستونزې تر نورو ډېر اغېزمن شوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼو لوېديځو مرستندویانو د روغتیايي مراکزو تمویل هم کم کړی چې له امله یې خلک اغېزمن شوي.

ټیګونه