د افغانستان اهل تشیع د محرم پر مراسمو د ټولو بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه
(last modified Sat, 06 Jul 2024 02:47:04 GMT )
Jul 06, 2024 07:17 Asia/Kabul
  • د افغانستان اهل تشیع د محرم پر مراسمو د ټولو بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه

د افغانستان د شیعه علماوو شورا له طالبانو غوښتي چې د روان کال د محرم پر مراسمو ټول بندیزونه لغوه کړي.

د برون مرزۍ د دري راډیو د راپور له مخې؛ د محرم او حسیني عاشورا د راسېدو په درشل کې، د افغانستان د اهل تشیع د عالي کمیسیون له خوا د حسیني عاشورا مراسمو د تر سره کولو په موخه، د بېلابېلو اقشارو ، د تقلید مراجعو، دیني عالمانو او د جوماتونو د امامانو او د حسینیه وو د استازو په حضور کې مشورتي غونډه په کابل کې جوړه شوه.

په دې مشورتي غونډه کې د افغانستان د اهل تشیع د کميسيون مشر محمد علي اخلاقي له ديني عالمانو وغوښتل چې د محرم د لسيزې په بهير کې د اخوت او ورورولۍ او د اسلامي مذهبونو د مشترکاتو په اړه خبرې وکړي.

د محرم د میاشتې او د حضرت ابا عبدالله الحسین (ع) او د هغه د ملګرو د شهادت د ورځو په نږدې کېدو سره، د ایران د اسلامي جمهوریت په ګډون د نړۍ اهل تشیع، د شاندارو مراسمو د ترسره کولو او د نړۍ د شهیدانو مولا او سرور ته د درناوي او ادب لپاره ځانونه چمتو کړي دي.

د محرم د میاشتې پیل چې د نړۍ د مسلمانانو په کال هینداره کې یوه له مهمو میاشتو څخه ده، سږ کال د یکشنبې ورځ (د ۱۴۰۳م کال د چنګاښ له ۱۷مه/۲۰۲۴ کال د جولای ۷مه) د ۱۴۴۶ کال د محرم له لومړۍ نېټې سره برابره ده.

 

ټیګونه