چین په افغانستان کې د دوی د اتباعو او پرژو له امنیت څخه خوښي ښودلې
(last modified Mon, 29 Jul 2024 10:10:29 GMT )
Jul 29, 2024 14:40 Asia/Kabul
  • چین په افغانستان کې د دوی د اتباعو او پرژو له امنیت څخه خوښي ښودلې

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د چین حکومت په افغانستان کې د دغه هېواد د پروژو د امنیت او همدارنګه د چینايي اتباعو او د هغوی د ډیپلوماټانو له امنیت څخه خوښي څرګنده کړې ده.

دا خبره د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او په کابل کې د چین سفیر ژائو شینګ په کتنه کې کړې ده.

د موقت حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پرون په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چین سفیر په افغانستان کې د اقتصادي پروژو، د چینايي اتباعو او د دغه هېواد د دیپلوماتانو له امنیت څخه خوښي څرګنده کړې ده.

امنیت، په سیمه کې ثبات، تخنیکي همکارۍ او د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا هغه موضوعات دي چې دواړو لورو پرې خبرې وکړې.

چین دا مهال په افغانستان کې د نورو اقتصادي پروژو تر څنګ د مس عینک دوه لویې پروژې او د افغانستان په شمال کې د آمو سیند په حوزه کې د نفتو استخراج هم کوي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د چین سفیر د مس عینک پروژې سړک چې له دغه کان څخه د مسو د استخراج د پیل لپاره یې هیلې را څرګندې کړې وې پرانیست.

دا پروژه له څه باندې یوې لسیزې راهیسې په ټپه ولاړه وه.

د ریاست الوزراژ د اقتصادي مرستيال دفتر له دې مخکې ويلي وو، چې ملا عبدالغني برادر، د چين د کلتور وزارت مرستيال او په کابل کې د دغه هېواد سفير هم د يادې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې ګډون کړى و.

ملا برادر په دې مراسمو کې وویل چې د مس عینک د پروژې د پیل په لاره کې پراته ټول خنډونه لرې شوي دي. نوموړي په  ټينګار سره وویل، چې په دې پروژه کې ډېر وخت ضايع شوى او له چينايي قراردادي شرکت  یې وغوښتل چې د مس عينک کان د استخراج چارې ژر  پيل کړي.

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال چینايي شرکت ته ډاډ ورکړی چې د دوی د کارکوونکو امنیت به تضمینوي.

د مس عینک کان قرارداد په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د افغانستان د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال له چینايي کمپنۍ "MCC" سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شو، خو د امنیتي ستونزو او په دې سیمه کې د لرغونو اثارو د اوږدې کیندنې له امله د دغه کان د استخراج چارې وځنډول شوې.

په کابل کې د چین سفیر د روان کال په ثور میاشت کې طالبانو ته ډاډ ورکړی و چې د مس عینک پروژه به د فرهنګي کارونو له زیانمنولو پرته ترسره شي.

د کانونو او پټروليم وزارت د شمېرو له مخې، دغه کان يوولس ميليونه ټنه مس لري او په نړۍ کې د مسو دويم ستر کان بلل کېږي.

 

ټیګونه