د کونړ په اوبو درې لوی بندونه جوړیږي
(last modified Mon, 29 Jul 2024 12:49:59 GMT )
Jul 29, 2024 17:19 Asia/Kabul
  • د کونړ په اوبو درې لوی بندونه جوړیږي

د افغانستان د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر عبداللطیف منصور وايي، یوه چینايي کمپنۍ چمتو ده چې د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې درې لوی بندونه جوړ کړي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې منصور د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوه بند جوړونې شرکت له مسوولینو سره وکتل او پر دې موضوع یې خبرې وکړې.

باختر دولتي خبري آژانس چې د سرپرست حکومت په واک کې دی وايي چې دغه بندونه به د کونړ ولايت د شال، ساګي او سرتاق سيمو کې جوړ شي چې د بريښنا د توليد لپاره به ورڅخه کار اخيستل کېږي.

دغې ادارې د دغو بندونو د جوړولو د تړون د لاسلیک وخت نه دی اعلان کړی او یوازې دومره یې ویلي چې د دغو پروژو تفاهم لیک به ژر لاسلیک  شي.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر وايي، که په افغانستان کې ټول بندونه جوړ شي؛ دغه هېواد به د برېښنا په برخه کې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ په سیمه کې د انرژۍ یو صادرونکی هېواد شي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې يوې چينايي پانګونې په افغانستان کې د څلويښت مليونو ډالرو په ارزښت د لمريزې برېښنا د توليد د پروژې د جوړولو لپاره چمتووالى ښودلى و.

 

ټیګونه