د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکاو پر پراختیا د دواړو هېوادونو ټینګار
Aug 07, 2024 16:24 Asia/Kabul
په چین کې د سرپرست حکومت سفیر، د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځآنګړي استازي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.
په چین کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي او د ښه ګاونډیتوب اړیکو پر پراختیا، قونسلۍ موضوعاتو او سوداګریزو مسایلو خبرې اترې کړي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي: کابل او بیجینګ په ځانګړې توګه په اقتصادي ډګر کې ښې او پراخه اړیکي لري چې د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا به د سیمې له اقتصادي ثبات سره لا زیاته مرسته وکړي.
چین په افغانستان کې یو له سترو نړیوالو پانګوالو څخه دی.
دغه هېواد د مس عینک په ګډون اوسمهال د افغانستان په څو سترو کانونو او زېرمو کې کار کوي.