افغان تکوندو لوبډله چین کې لوبې ترسره کوي
Aug 07, 2024 16:36 Asia/Kabul
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د منځنۍ اسیا په سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته تللې
د افغانستان د بدني روزنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي: دغه لوبډله د سه شنبې په ورځ له یوه تخنیکي او طبي پلاوي سره چین ته سفر وکړ.
دغه بنسټ ویلي: د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله اوس له فزیکي او ذهني پلوه په ښه حالت کې ده او تمه ده چې په دې سیالیو کې به ښه ځلیږي.
ټاکل شوې د منځنۍ اسيا د تکواندو سيالۍ نن چهارشنبه د اتو هېوادونو ترمنځ پيل شي، چې افغانستان يې هم يو له سيالانو څخه دى.