د طالبانو چارواکي له سیمې او دنیا سره اړیکې مثبتې ګڼي
زمونږ خبریال راپور راکړی له افغانستانه د ناټو او امریکايي ځواکونو د وتلو د درېیمې کلیزې په رانژدې کېدو سره افغان چارواکي په دې موده کې له سیمې او نړۍ سره د سرپرست حکومت اړیکې مثبتې ګڼي.
د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت وياند ذبیح الله مجاھد وايي، چې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د دوی سياسي او سوداګریزې اړیکې په مراتبو پياوړی شوي دي.
ښاغلی مجاهد له نړيوالو غواړي، چې د سیاسي فشار پر ځای له سرپرست حکومت سره رسمي تعامل وکړي.
که څه هم ښاغلی مجاهد له نړۍ سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا خبره کوي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو ته نه دی حاضر شوی.
د زمري ۲۴مه په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیاځلي رسېدو له درېیمې کلیزې سره برابره ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت راتلونکې چهارشنبه په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
نږدې درې کاله وړاندې د زمري په ۲۴مه نېټه، د مخکينی ولسمشر محمد اشرف غني حکومت وپرځېد او د طالبانو حکومت یو ځل بیا واک ترلاسه کړ.
یو شمېر کابل ښاریان دا ورځ په افغانستان کې د ناټو او امريکا د ماتې ورځ بولي او وايي چې افغانانو په دې ورځ خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د ټولنیزو رسنیو يو شمېر کارونکو او له افغانستان نه بهر یو شمېر افغانانو هم دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې يوه له وياړه ډکه ورځ بللې.