د باران له امله د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ لوبې ځنډول شوي دي
د پرلپسې باران او د هوا د خرابوالي له امله، د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د «ټیسټ» لوبه، نن پنجشنبه یو ځل بیا لغوه شوه.
د شپې او د سهار پرلپسې باران د دې سیالیو پیل د څلورمې ورځې لپاره وځنډاوه.
تر دې دمه، هېڅ ډول بچه اچونه نه ده ترسره شوې او د لوبې آتیا سلنه وخت ضایع کېدو سره، د لوبې د بشپړې لغوه کېدو احتمال ډېر زیات دی.
د نوي ډیلي په څنډه کې د ګریټر نیویاډا لوبغالی له یوې اونۍ څخه په زیاته موده کې د ډېر سخت باران له امله په بشپړ ډول خړوب شوی او د لوبغالي کارکوونکي هڅه کوي چې د لوبې شرایطو برابر کړي. په درېیمه ورځ د ځمکې د چمتو کولو لپاره د دوی له هڅو سره سره، پرلپسې باران د پرمختګ مخه نیولې او دا وضعیت په څلورمه ورځ هم تکرار شو.
ټاکل شوې دغه لوبه راتلونکې جمعه په ځايي وخت د سهار په نهه بجو پیل شي.
دا لوبه په دوه زره څلرویشتم کال کې د افغانستان درېیمه "ټېسټ" لوبه ده، چې د آیرلنډ او سریلانکا له لوبډلو سره تر لوبېدو وروسته ترسره کېږي.
نیوزیلنډ دا مهال د هند نیمه وچې ته په درې میاشتنۍ سفر کې په لوبو بوخت دی او ټاکل شوې چې په راتلونکې کې له سریلانکا او هند سره سیالي وکړي.