د افغانستان سړي د میرمنو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په هکله په چوپتیا پښیمانه دي
زمونږ خبریال راپور راکړی واشنګټنپوسټ ورځپاڼې ولیکل د افغانستان نارینه د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته پر چوپتیا پښيمانه دي.
یو شمېر نارینهوو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې واشنګټنپوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې د دغې ډلې پر وړاندې د ښځو حقونو پر نه ملاتړ پښيمانه دي.
یادې ورځپاڼې پرون په یو راپور کې لیکلي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر د نوي قانون په توشیح سره د ښځو ترڅنګ نارینهوو ته هم د ژوند شرایط ستونزمن شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر نوی قانون نارینه اړ کړي څو ږیره ونه خريي او د «غیرمسلمانانو» تقلید و نه کړي.
د کابل ښار يو اوسېدونکی چې نه غواړي هویت يې په ډاګه شي، ویلي: «که نارینهوو خپل غږ پورته کړی وائ، ښايي چې له یو بل وضعیت سره مخ شوي وائ… اوس ټول ږیرې پرېږدي، ځکه چې مونږ نه غواړو سپکاوی او تحقیر مو وشي.»
په راپور کې د کابل ښار د یو شمېر اوسېدونکو په حواله ویل شوي چې د طالبانو امربالمعروف او نهې عنالمنکر غړو په تېره یوه میاشت کې د دغه ښار په ځینو سیمو کې نارینه د جمعې لمانځه ادا کولو ته اړ کړي دي.
ورته مهال، دولتي کارکوونکي هم وېره لري چې ښايي دوی د ږیرې لنډولو کولو له کبله له دندې ګوښه شي.
یو دولتي کارکونکی چې په راپور کې یې نوم نه دی اخیستل شوی، زیاته کړې: «مونږ اورېدلي چې ځینې دولتي کارکوونکي چې ږیرې یې له حده ډېرې لنډې وې، طالبانو نه دي پرېښې څو د دندې ځای ته دننه شي.»
د دغه راپور له مخې، طالبانو له محرم پرته د ښځو د لېږدولو او موسیقۍ غږولو له کبله ټکسيچلوونکي هم نیولي دي.
په کابل کې یو ۳۶ کلن موټرچلوونکي ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون له توشیح وروسته یې عاید ۷۰ سلنه کم شوی دی.
دې سره جوخت، د افغانستان د ختيځې سيمې یو اوسېدونکي چې نوم يې په راپور کې نه دى ياد شوى، ویلي چې د شريعت د پلي کولو لپاره له جبره کار اخيستل د منلو وړ نه دی.
که څه هم طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له ګڼو حقونو سرغړونه کړې، خو ذ امربالمعروف او نهې عنالمنکر د نوي قانون له توشیح وروسته پر خلکو د دغې ډلې بندیزونه ډېر شوي دي.
په دې وروستیو کې دغې ډلې خوست کې نایانو ته امر کړی چې د خلکو د ږیرو له لنډولو ډډه وکړي.