افغان طالبانو د هندي ډیپلومات د ویستلو خبر رد کړ
Sep 13, 2025 15:04 Asia/Kabul
د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په وینا، دې وزارت هېڅ هندي ډیپلومات د «نامطلوب» په توګه نه دی اعلان کړی او هېڅ هندي ډیپلومات له افغانستان څخه نه دی اخراج شوی.
دې سرچینې ادعا کړې چې د هندي ډیپلومات «هریش کومار» ماموریت په افغانستان کې پایته رسېدلی او هغه د عادي بهیر له مخې خپل هېواد ته ستون شوی دی.
پرون داسې خبرونه خپاره شول، چې افغان طالبانو یو هندي ډیپلومات د دې ډلې له مخالفینو سره د اړیکو له امله له افغانستان څخه ویستلی دی.
ټیګونه