دافغان عسکرو دمرګ ژوبلو په باب دناټو راپو ر ناسم دی
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان ددفاع و زارت مرستیال ویندوی محمد رادمنش دافغان عسکرو دمرګ ژوبلو په باب دناټو د ویندوی راپور تش دروغ وبلل او زیاته ئې کړه ،پر دغې موضوع باید سترګې پټې نشی چې افغان پوځیان له ترهه ګرۍ سره مبارزه کوی .
دافغانستان دفاع و زارت په دې اند دی چې دهوائی ځواک په فعالیدو او دافغانستان دپوځ په جنګی چورلکو سره په حملو سره دافغانستان ملی اردو دځپنې لازیات قدرت ترلاسه کړی او دهغوی مرګ ژ وبلې کمې شوی دی .
په افغانستان کې دناټو ځواک ویندوی چارلز کلیفلینډ ویلی دی چې په ۲۰۱۵کال کې دافغان عسکرو مرګ ژوبلې پنځه زره مړی او پنځلس زره ټپیانو ته رسیدلی او دغه شمیر په روان کال کې لازیات شوی دی .
افغانستان کابو درې لکه شل زره ملی اردو اوپولیس لری چې دغه ځواک په څه دپاسه پنځلسو ولایتونو کې له وسله والو طالبانو سره په جنګ کې ښکیل دی .