دامریکاجنګی الوتکو په بمبارۍ کې اوه افغان کمانډوز وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i26884-دامریکاجنګی_الوتکو_په_بمبارۍ_کې_اوه_افغان_کمانډوز_وژل_شوی
زمونږخبریال راپورراکړ دافغانستان چارواکی وایی چې په فراه ولایت کې د امریکایی ځواکونو په یوه هوایی برید کې د ملی اردو پنځه کومانډوز عسکر وژل شوی دی.خو ځینی سرچینې وائی چې په دغه برید کې اوه کمانډوز وژل شوی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2016 11:30 Asia/Kabul
  • دامریکاجنګی الوتکو په بمبارۍ کې اوه   افغان کمانډوز وژل شوی

زمونږخبریال راپورراکړ دافغانستان چارواکی وایی چې په فراه ولایت کې د امریکایی ځواکونو په یوه هوایی برید کې د ملی اردو پنځه کومانډوز عسکر وژل شوی دی.خو ځینی سرچینې وائی چې په دغه برید کې اوه کمانډوز وژل شوی دی

د فراه د بالابلوک ولسوال سیدمحمد نن خبریالانو ته په یولړڅرګندونو کې   وویل چې دا پېښه پرون ناوخته   دبالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې   شوې ده.

د ولسوال په وینا، په دغه برید کې د ملی اردو پنځه کومانډوز وژل شوی، درې کومانډوز   او یو د چټک غبرګون قطې عسکر ټپیان شوی دی.

خو عینی کتونکی وایی   په دغه هوایی برید کې اوه عسکر وژل شوی دی.

خو د فراه د والی ویاند محمد ناصر مهدوی  دغه برید ردوی، او  زیاتوی چې په سیمه کې  د وسله والو په ضد عملیات روان دی.

داپه داسې حال کې دی چې په کابل کې د امریکایی ځواکونو مطبوعاتی دفترپه یوې خبرتیا کې ویلی دی، چې دوى په تېرو اوو ورځو کې په فراه ولایت کې هېڅ ډول عملیات نه دی کړی.

له دی سره  په یو وخت دفراه ولایتی شورا مشر  فرید بختاور  هم ایرنا خبری آژانس ته دټیلیفون له لارې وئیلی دی  دغه حمله پرون ناوخته شوې  او دحملې په وخت په دغې سیمې کې وسله وال طالبانو شتون  نه درلود .البته د وژل شویو دقیقو مامورانو شمیر  ئې نه دی ښودلی .

د یادونې ده، تېره اونۍ هم په ننګرهار ولایت کې د امریکایی ځواکونو په هوایی برید کې ١٥ عام خلک  وژل شوی وو. دغه راز امریکائی  عسکرو په اروزګان ولایت کې   هم  دوه اونۍ په مخکې حملې کې  اته ماموران وژلی وو

که څه هم امریکایی ځواکونه وایی چې د ننګرهار د برید په اړه څېړنې کوی، خو ملګرو ملتونو هم پرون اعلان  کړی چې د ننګرهار د اچین په بمبار کې وژل شوی کسان  عام خلک  دی.