آیا د افغان جنګ خاتمه نورو ځواکونو ته ضرورت لری؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i51134-آیا_د_افغان_جنګ_خاتمه_نورو_ځواکونو_ته_ضرورت_لری
زمونږ تهران رېډیو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې د نېټو عمومی سېکتر ینس سټولټېنبرګ د دغه تنظیم د غړیو هېوادونو د دفاع د وزیرانو له غونډې وروسته چې په بروکسل کښې جوړه شوه له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل چې په پاکستان کښې د حقانی او طالب ډلو د پټېدو ځایونه د افغان جنګ د دوام یو بنیادی وجه ده چې پکار دی د دغه مشکل حل لاره ولټولې شی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 01, 2017 15:27 Asia/Kabul
  • آیا د افغان جنګ خاتمه نورو ځواکونو ته ضرورت لری؟

زمونږ تهران رېډیو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې د نېټو عمومی سېکتر ینس سټولټېنبرګ د دغه تنظیم د غړیو هېوادونو د دفاع د وزیرانو له غونډې وروسته چې په بروکسل کښې جوړه شوه له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل چې په پاکستان کښې د حقانی او طالب ډلو د پټېدو ځایونه د افغان جنګ د دوام یو بنیادی وجه ده چې پکار دی د دغه مشکل حل لاره ولټولې شی.

د هغه د وېنا له مخې د نېټو د غړیو هېوادونو له پاکستان سره تماسونه ټینګ کړی دی. هغه همدارنګ وویل د نېټو اروپائی غړی هېوادونه غواړی چې افغانستان ته نور ځواکونه ولیږی البته شمېر به یې د افغانستان لپاره د امریکې د نوې پالېسۍ له تکمیلېدو وروسته اعلان شی. ناروے، برطانیه او لیتوانیه له هغو هېوادونو څخه دی چې افغانستان ته یې د نورو ځواکونو د لېږلو لپاره آمادګی اعلان کړې ده خو د کېنېډا په شمول ځینې نور هېوادونه افغانستان ته د ځواکونو لېږلو ته تیار نه دی. خو ځینې هېوادونه یوازې دا غواړی چې په افغانستان کښې سېمبولیک شتون ولری.

 مثلاً برطانیه ټاکلې شوې ده خپل پینځه اتیا ځواکونه، ناروے پنځوس تنه او امریکه هم پینځه زره ځواکونه ولیږی. د امریکې د دفاع وزیر جان مېټیس هم د بروکسل په غونډه کښې د نېټو له ټولو غړیو هېوادونو وغوښتل چې له افغان حکومت څخه په ملاتړ دې له طالب ډلې سره جنګ ته دوام ورکړی. دا په داسې حال کښې دی چې له یوې خوا طالبان په مختلفو سیمو کښې خپلو حملو ته دوام ورکوی او لګیا دی سیمې په خپله قبضه کښې راولی. لکه د غزنی ولایتی شورا د غړی کامرانی د وېنا له مخې دغه سیمه د طالب ډلې تر محاصرې لاندې ده او حکومت په دې اړه هیڅ اقدام نه کوی. له بلې خوا داعش دهشتګرده ډله هم د افغانستان په مختلفو سیمو کښې راڅرګندیږی او د غور د والی په قول له هغې سرمائې څخه په استفادې سره چې دغه ډله یې لری د کسانو په جذبولو لاس پورې کړے دے. خو د وحید مژده په شمول چې زمونږ له رېډیو سره یې ټیلفونی مرکه کوله د افغانستان د چارو کارپېژاندو په دې باره کښې وویل چې امریکې او نېټو په تېرو شپاړسو کلونو کښې د جنګ له لارې ونکړې شول د افغانستان مشکل هوار کړی او طالب ډله وځپی یا هم شاید وې نه غوښتل  چې دا کار وکړی او افغان جنګ یو ډول بندون ته رسېدلے دے نو اوس چې ټرمپ په اقتدار کښې راغلے دے غواړی معلومه کړی چې آیا د افغانستان جنګ ګټلې شی یا نه؟ او د کامیابۍ ضمانت یې څه دے؟ هغه له څلورو زرو نه ترپینځو زرو ځواکونو په لېږلو سره څه ډول کولې شی افغان جنګ وګټی، په داسې حال کښې چې کله یې یو نیم لکو ځواکونو ونکړې شول یا یې نه غوښتل افغان جنګ وګټی.

حقیقت چاره دا ده چې امریکه نه غواړی چې دغه جنګ ختم شی او افغانستان ته د څو زرو نورو ځواکونو د لېږلو مقصد د دغه جنګ اور نور غرغنډه کول دی.

وحید مژده په پاکستان کښې د طالب او حقانی ډلو د ځواکونو د پټېدو د ځایونو په اړه د نېټو د عمومی سېکتر څرګندونو ته په اشارې سره وویل: پاکستان په خپل اویا کلن عمر کښې تل په سیمه کښې د لویدیځ په تېره بیا د امریکې د سیاستونو د عملی کوونکی په توګه کردار ادا کړے دے او اوس هم که پاکستان په خپله خاوره کښې د افغانستان مخالفو وسله والو ته د پناه ځایونه ورکړی دی نو د امریکې په خوښه او غږملتیا سره دی، ځکه چې پاکستان د امریکې له غږملتیا  او خوښې نه بغېر د امریکې اونېټو په مقابل کښې داسې یو رېسک په سر نه شی اخېستې. خو د افغانستان د ولسی جرګې غړی نادرخان کټوازی په دې اړه زمونږ رېډیو ته وویل چې امریکه او نېټو په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره په جنګ کښې رښتینی نه دی ځکه چې که صداقت یې لرلې نو کولې یې شول افغان ځواکونه په خپلو پښواودروی،افغان ځواکونه ټرېننګ ته نه بلکه وسلو او جنګی سازوسامانونو ته ضرورت لری او د هغه د وېنا له مخې افغانستان د جنګ زیات ماهران لری او له څلوېښتو کلونو راهسې د جنګ په حال کښې دی او یو نسل یې په جنګ کښې ستر شوے دے.

کټوازی دا خبره په ګوته کړه چې امریکه په دې تکل کښې نه ده چې د افغانستان فوځ په خپلو پښو اودریږی دې لپاره چې په افغانستان کښې د خپل فوځی شتون بهانه ولری، ځکه چې د ایران، روسیې، چین او د مېنځنۍ اېشیا د هېوادونو ترمحاصرې او دباو لاندې ساتلو په شمول سیمه ایز اهداف او مقاصد تعقیبوی. د افغان پارلېمان دغه غړی همدارنګ وویل چې  د امریکې د خپل سرۍ د شنډولو یوازېنۍ لار د ایران، روسیې او چین په شمول د سیمې د هېوادونو ائتلاف دے او دغه هېوادونه کولې شی افغانستان د امریکې له ګرداو څخه وژغوری.

-----------