دحزب اسلامی دمشر حکمتیار دترور ګونګوسه دروغ ده
Jul 29, 2017 12:23 Asia/Kabul
زمونږخبریال راپورراکړ دافغانستان د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې ژوند کوی او روغ رمټ دی او پر حکمتیار هرډول حمله او دهغه ترور بې اساسه او دروغ دی .
دافغانستان ځینو رسنیو وئیلی وو نن سهار دګلبدین حکمتیار یوه ساتونکی پر هغه ډزې کړی او دم ګړۍ هغه په کُما کې دی .
ویل کیږی دافغانستان د حزب اسلامی ګوند دوه قوماندانان نن دکابل په بګرامی سیمې کې دمځکې په سر سره ښکیل شوی چې په هغو کې یو وژل شوی او بل هم ټپی شوی دی .
ټیګونه