په افغانستان کښې د ډنمارکی فوځیانو زیاتوالے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i57215-په_افغانستان_کښې_د_ډنمارکی_فوځیانو_زیاتوالے
ډنمارک په افغانستان کښې خپل فوځی ځواکونه زیاتوی
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 03, 2017 14:56 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د ډنمارکی فوځیانو زیاتوالے

ډنمارک په افغانستان کښې خپل فوځی ځواکونه زیاتوی

له کابله زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې افغان رسنیو نن د ډنمارک د دفاع د وزارت په حوالې سر وویل، ټاکلې شوې ده ډنمارک پینځه پنځوس نور فوځیان افغانستان ته ولیږی.

د دغه شمېر ځواکونو په لېږلو سره به په افغانستان کښې د ډنمارکی فوځیانو شمېر یو سل دوه پنځوس تنو ته ورسی.

د نېټو عمومی سېکتر ینس سټولټنبرګ هم تېره هفته کابل ته په خپل سفر کښې وویل: په افغانستان کښې د نېټو غړی هېوادونه د فوځی شتون په زیاتولو سره په دغه هېواد کښې د سولې او امنیت له ټینګښت سره مرسته کوی.

په اوس حال کښې په افغانستان کښې د امریکې په مشرۍ دیارلس زره بهرنی فوځیان موجود دی.

د سیمې د سیاسی مسائلو کارپېژاندی د نېټو د عمومی سېکتر څرګندونې د عامه افکارو د غولولو په لړ کښې بولی ځکه چې په دې باوری دی چې په افغانستان کښې د بهرنیو فوځیانو شتون د جنګ او ناامنۍ دوام ته لمن وهی او یوازې د نیواکګرو په وتلو سره به دغه هېواد د ارامښت مخ ووینی.