خبریالانو ته د ځان ساتنی زده کړې ورکړې کیږی
په ارزګان کی د وړمبی ځل د پاره د دې ولایت خبریالانو ته د ځان ساتنی درې ورځنے ورکشاپ چوړ شو .
یاد ورکشاپ د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې له لوری د نسل نوین موسسې په مالی لګښت د دریو ورځو د پاره اتلسو تنو خبریالانو ته د تربیت ورکولو لپاره شروع شو ، چی په ترڅ کی به یې د دندی په مهال د ځان ژغورنی او د نورو سره د مرستی مسلکی چلونه ور وښودل شوی .
په جنوب کی د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې سیمه ایز مشر احمد لودین وایې ، چی ارزګان یو جنګ ځپلے ولایت دے او خبریالانو ډیر وختونه د جګړې په وړومبۍ کرښه کی رپوټونه جوړوی نو اړینه ده ، چی د داسی سیمو خبریالانو ته دا ډول ورکشاپونه جوړ کړې شی .
د ارزګان خبریالان هم دا ورکشاپ د دوی دپاره ډیر اړین بولی ا و تمه ښیی چی په دې سره به د خبریالانو په وړاندی د تاوتریخوالی پیښی را کمی ښی .
کمېټه وایې ، چی د ورکشاپ په آخر کی به یادو خبریالانو ته د ابتدائی طبی مرستو بکسونه هم ورکول کیږی .دا ډول ورکشاپونه د جنوب په نورو ولایتونو کی هم سوی دی خو ارزګانی خبریالانو ته په لمړی ځل دا ډول ورکشاپ دایریږی او همداسی به دوام وکړی .