په افغانستان کښې څه دپاسه اتیا طالبان وژل شوی
زمونږخبریال وایی دافغانستان د طالبانو ډلو دمرکزونو پرضد د پوځ او دامنیتی ځواکونو په عملیاتو او له دغه ډلې سره په نښتې کښې د طالبانو څه دپاسه اتیا(۸۰) غړی ووژل شول .
د افغانستان په ارزګان ولایت کښې د طالبانو ډلې د مرکزونو پرضد د پوځ او دحکومتی عسکرو په عملیاتو کښې اویا(۷۰) طالبان وژل شوی او پینځلس(۱۵) نور ژوبل شوی هم دی .
دافغانستان په فراه ولایت کښې هم د پولیسو او دطالبانو ترمینځ په جګړه کښې ددغه ډلې دولس(۱۲) غړی وژل شوی دی .
په دغه نښته کښې د افغانستان اته(۸) پولیس هم وژل شوی دی .
د افغانستان عسکرو دغه راز په ننګرهار ولایت کښې دداعش وهابی صهیونیسټی ترهګرې ډلې په مرکزونو حملې سره پینځه (۵)تروریسټان هلاک کړل .
دغه راز د افغانستان ددفاع وزارت ویندوی دولت وزیری پرون وویل په تیر کال کښې په ننګرهار ، کونړ، جوزجان ، او سرپل ولایتونو کښې د حکومتی عسکرو او د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې دداعش ترهګرې ډلې څه دپاسه ۲۳۰۰ غړی هلاک شوی چې ۶۰۲ پکښې ځایی قوماندانان وو .
دافغانستان عسکرو په دې موده کښې دداعش ډلې څه دپاسه دولس سوه(۱۲۰۰)پټنځایونه پیژندلی او ورباندې یې حمله کړی او له مینځه یې وړی دی .