د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات یوه میاشت نور وځنډیدل
د یاد کمېسیون مرستیال معاذا... دولتي وايي، کېدای شي راتلونکې ټاکنې د ټاکل شوې نېټې نه یوه میاشت نورې هم وځنډول شي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون رسماً اعلان وکړ، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په ۱۶ مه نه ترسره کېږي؛ بلکې یوه میاشت نورې هم ځنډول کېږي.
د یاد کمېسیون مرستیال معاذا... دولتي وايي، کېدای شي راتلونکې ټاکنې د ټاکل شوې نېټې نه یوه میاشت نورې هم وځنډول شي.
دا په داسې حال کښې دي چې وړمه ورځ افغان ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې د ۱۶مې دورې د اتم کال په پرانیستې غونډه کې ډاډ ورکړی و چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کړي.
خو پرون د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې ویلي وو: د ملي یووالي حکومت په بېلابېلو پلمو راتلونکې ټاکنې ځنډوي او آن د دغه حکومت ترپایه به ولسي جرګه پاتې وي.
د حکومت خپلمنځي اختلافات، د بایو مټریک بهیر جنجالي کېدل، د حکومت دننه بېروکراسي او د طالبانو پراخ بریدونه د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې ستر خنډونه یادېږي، چې د ټولو په حل کولو کې حکومت پاتې راغلی دی.
د ټاکنو د څار بنسټونه اندېښنه ښيي، که حکومت راتلونکې ټاکنې وځنډوي؛ نو په هېواد کې به نور سیاسي کړکېچونه هم ډېر شي.
له دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی و، چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به ۱۳۹۷کال د چنګاښ په ۱۶ مه ترسره کړي.
د ولسي جرګې کاري موده په ۱۳۹۴ کال کې پای ته رسېدلې، چې تېره ورځ یې د اتم کال لپاره هم نوې دوره پیل کړه.