پولیسو په ننګرهار کی دری برمتګر وسله وال طالبان ونیول
په همداوروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې دانسان تښتونې ،غلو او شوکو زیات موردونه راپور شوی دی ، چې وئیل کیږی همدغه وسلوالې ډلې د دغو کارونو له لارې خپل معاش تامینوی.
زمونږخبریال له ننګرهار ه راپورراکړ دافغانستان د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی ، د ننګرهار ولایت د بټی کوټ ولسوالۍ پولیسو بیګا په یو لړ خانګړو عملیاتو کې دری وسله وال طالبان چی په یو ۀ ګاډی کی سپاره و له وسلو، مهماتو او نورو پوځی تجهیزاتو سره یو ځای ونیول .
مشرقیوال وویلی، نیول شویو طالبانو دتورخم جلال اباد پر لویه د سړی تښتونی ،وسله والو بریدونو او د نا امنۍ په نورو ګڼو پیښو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.
داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې دانسان تښتونې ،غلو او شوکو زیات موردونه راپور شوی دی ، چې وئیل کیږی همدغه وسلوالې ډلې د دغو کارونو له لارې خپل معاش تامینوی.