طالبان په فراه او ارزګان ولایتونو کې دلسګونوځانګړوافغان عسکرو د وژلو ادعا کوی
(last modified Wed, 28 Mar 2018 09:24:20 GMT )
Mar 28, 2018 13:54 Asia/Kabul
  • طالبان په فراه او ارزګان ولایتونو کې دلسګونوځانګړوافغان عسکرو د وژلو ادعا کوی

دطالبانو ډلې یوه ویندوی قاری یوسف احمدی نن له مونږ سره په لنډ تماس مې مدعی شوی بیګا ئې دفراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ سیاځنګل سیمې کې په یوې غلچکۍ حملې کې دافغانستان د کمانډوی ځواک چې د امریکایانو ملاتړ هم ورسره ؤ پر کاروان برید کړی ، چې له امله ئې څوارلس افغان کمانډوی عسکر وژلی او یوشمیر نوره ئې هم ټپیان کړی دی او دغه راز د طالبانو لاس ته درندې اوسپکې وسلې او نور تجهیزات هم ورغلی او څلور پستې او یو ه پوځی مرکز ئې هم نیولی دی.

هغه وئیلی  په دغو عملیاتو کې دوه طالبان هم وژل شوی دی .

قاری صیب دغه راز ادعا کړې طالبانو  د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ په ششپر او چهارآسیا سیمو کې  هم دافغان  ځواک  په قرارګاه او ګڼو پوستو بریدونه کړی ، چې  په  نتیجه کې ئې یو  پوځی مرکز او څلور پستې نیول شوی او  یو شمیر عسکرو ته مرګ ژوبله هم پکې اوښتی ده .

په عین حال کې د خبر ترمخابیره  کیدا پورې  افغان حکومتی اوخپلواکه سرچینو په دې باب څه نه دی وئیلی .

 

ټیګونه