عبدالله عبدالله د نوروز د جشن قدرونه وکړه
(last modified Wed, 04 Apr 2018 07:28:29 GMT )
Apr 04, 2018 11:58 Asia/Kabul
  • عبدالله عبدالله د نوروز د جشن قدرونه وکړه

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرايي شورا مشر په کابل کښې د نوروز د درنښت په ځانګړو مراسمو کښې وویل: نوروز د یو ستر نړیوال کلتور او هڅوب بیلګه ده چې باید ساتنه یې وشي.

د ایرنا د رپورټ له مخې عبدا... عبدا... بیګا په کابل کښې د افغانستان د خارجه وزارت په تالار کښې د نوروز په ځانګړو مراسمو کښې زیاته کړه: د نوروز جشن د دې سیمې د هیوادونو په خلکو کښې د همپالنې سمبول ګڼل کیږي.

ډاکټر عبدا... ټینګار وکړ چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت به په دې نوي کال کښې د حالاتو په ښه کولو او د صلحې او امنیت په ټینګولو لازیات تمرکز وکړي.

په دغو مراسمو کښې د افغانستان خارجه وزیر صلاح الدین رباني هم وویل: نوروز یو مهم او تاریخي جشن دی چې اهمیت او موقعیت یې له سیمې لالوړ دی.

رباني د نوروز له قدرونې د خوښۍ په څرګندولو سره زیاته کړه: نوی کال د افغانستان د خلکو او د نوروز د سیمې د میلیونونو انسانانو لپاره د صلحې او نیکمرغۍ پيغام راوړونکی دی.

د نوروز اختر چې جرړه یې په ایران کښې ده، د نړۍ په ۱۲ هیوادونو کښې په رسمیت پيژندل کیږي او په ایران، افغانستان، تاجکستان، آذربایجان جمهوریت، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقزستان، قرقیزستان او البانیا هیوادونو کښې په همدې نامه (نوروز) پيژندل کیږي او په دې ورځو یې په تقویم کښې رسمي رخصتي وي.

 

ټیګونه