په افغانستان کښې دامریکا یو پوځی وژل شوی
(last modified Sun, 08 Jul 2018 00:02:57 GMT )
Jul 08, 2018 04:32 Asia/Kabul
  • ویل کیږي دامریکا یو(۱) عسکر دخپل ملګري په ډزو وژل شوی او درې(۳) نور ژوبل شوي هم دي .
    ویل کیږي دامریکا یو(۱) عسکر دخپل ملګري په ډزو وژل شوی او درې(۳) نور ژوبل شوي هم دي .

فارس خبری اژانس وایی په افغانستان کښې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت (Resolute Support Mission )مرکز پرون په یوې (۱)بیانیې کښې د ارزګان ولایت په ترین کوټ هوایی ډګر کښې دامریکا دیوه(۱) عسکر د وژل کیدا او دریو(۳) نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ .

ویل کیږی دامریکا یو(۱) عسکر دخپل ملګری په ډزو وژل شوی او درې(۳) نور ژوبل شوی هم دی .

 دطالبانو ویاند  قاري یوسف احمدي وویل دامریکا دغه عسکر د افغانستان د یوه عسکر په ډزو کښې مړه او ژوبل شوي .

قاري یوسف احمدي د امریکا د عسکرو وژله وستایله .

امریکا او ملګرو یې  په ۲۰۰۱  میلادی کال کښې د امنیت دتامینیدا او له ترهګرۍ سره دمبارزې په پلمه په دغه افغانستان یرغل وکړ خو له هغه وخت راهسې نه یوازې په دغه هیواد کښې امنیت ټینګ شوی نه دی بلکې ناامنۍ ، ترهګرۍ او دنشه ایزو موادو تولید بیخی زیات شوی دی ځکه چې بهرنی عسکر د نشه ایزو توکو په کر او قاچاق کښې نیغ په نیغه لاسونه لری .

 

ټیګونه