په کابل کښې د داعش ۲۶ غړي نیول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76584-په_کابل_کښې_د_داعش_۲۶_غړي_نیول_شوي_دي
د افغانستان د ملي امنیت ادارې مطبوعاتي دفتر د دغه هیواد په پلازمینې کابل کښې د شپږویشتو داعشي ترهګرو د نیول کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2018 10:36 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د داعش ۲۶ غړي نیول شوي دي

د افغانستان د ملي امنیت ادارې مطبوعاتي دفتر د دغه هیواد په پلازمینې کابل کښې د شپږویشتو داعشي ترهګرو د نیول کیدو خبر ورکړ.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي چې دغو ۲۶ نیول شویو ترهګرو غوښتل چې د محرم د عزادارۍ مراسمو په دوران کښې په پلازمینه کابل کښې ترهګر عملیات ترسره کړي.

د کابل د نهمې امنیتي حوزې د پولیسو قومندان بسم ا... تابان هم په دې هکله وویل: ټاکل شوې وه چې دغه کسان د درې کسیزو او څلور کسیزو ډلو په شکل کښې د حسیني تاسوعا او عاشورا یعنې د روانې محرم میاشتې په نهمه او لسمه نیټه ترهګرې حملې وکړي.