د افغانستان اجرایی مشر په حکومت نیوکه وکړه
زمونږخبریال وایی د افغانستان د ملی وحدت د حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله د ملکی خلکو د ژوند دساتلو او دطالبانو له حملو سره د مقابلې لپاره ارزګان ولایت ته د نویو عسکرو د استولو لپاره په سستۍ کولو د کابل د حکومت په کړچار نیوکه وکړه .
هغه نن د افغانستان د ارزګان ولایت په «خاص ارزګان» ولسوالۍ کښې د ملکی خلکو د خوندی ساتلو او دفاع لپاره له ټولو امکاناتو په استفادې تینګار سره وویل د کابل حکومت ددغه ولایت په حالاتو غور کولو کښې کمزوری عمل کړی دی چې د زیاتو ملکی خلکو د کډوالیدا سبب شوی دی .
په عین حال کښې د افغانستان د ملی پارلمان مشر عبدالروف ابراهیمی هم په حکومت غږ وکړ په خاص ارزګان ولسوالۍ کښې د غمیزې مخه ونیسی .
خاص ارزګان ولسوالۍ هزاره میشته سیمه ده چې مخکې امن سیمه ګڼل کیدله خو اوس وسله والو طالبانو هلته ډیر بې ګناه خلک وژلی دی .