د افغانستان لوی ملي ايتلاف د ولسمشرۍ لپاره خپل واحد کاندید اعلانوي
د افغانستان د لوی ملي ايتلاف یوه مشر احمد ضیا مسعود نن وویل چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره به د ولسمشرۍ د کاندید ترڅنګ د صدراعظم، د ولسمشر د ۳ مرستیالانو او د صدراعظم د ۳ مرستیالانو نومونه هم اعلان کړي.

ضیا مسعود وویل چې په انتخاباتو کښې د بریالیتوب په بڼه کښې به د صدارت چوکۍ د دوي منتخب ولسمشر د یوه فرمان د صادرولو له لارې ایجاد کړي.
مخکې هم د دې ټلوالې غړیو ویلي و چې دوی ټاکلې ده د افغانستان په اساسي قانون کې بدلون راولي او د اجراییه ریاست چوکۍ به د صدراعظمۍ پر چوکۍ اړوي او همداراز به د ولسمشر د مرستیالانو شمېر ۳ ته زیاتوي.
د افغانستان اوسنی نظام (ولسمشریز) دی او په وزیراعظمۍ باندې د دغه نظام د اړولو لپاره باید د اساسي قانون لویه جرګه جوړه شي.
مسعود د ولسي جرګې پر تیرو انتخاباتو نیوکه وکړه او ویې ویل چې په لړ کې یې درغلۍ شوي دي.
احمد ضیا مسعود دا هم وویل چې لوی ملي ايتلاف به د انتخاباتو د اوسني کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ انتخابات ونه مني.