د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات وځنډېل
Dec 26, 2018 15:27 Asia/Kabul
د افغانستان د انتخاباتو کمېشن په دغه هېواد کښې د درې مياشتو لپاره د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو خبر ورکړ.
د اېسنا د رپوټ له مخې د افغانستان د انتخاباتو کمېشن وويل، د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخابات چې ټاکل شوې وه د ۲۰۱۹ کال د اپرېل په شلمه نېته وشي د دريو مياشتو په ځنډ سره کيږي.
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نامزدو د نوم ليکنې د چلند سستي د دغه ځنډ يو دليل اعلان شوے دے.
له دې مخکې د افغانستان د انتخاباتي کمېشن يو غړي رفيع ا... بېدار هم ويلي وو چې د انتخاباتو د ځنډېدو مقصد د انتخاباتي چارو لا ښه کول او پکښې اصلاحات راوستل دي چې کار او وخت ته لا زيات ضرورت لري.