په بلخ کې د نوروز د جشن لپاره اوله درجه امنیتي تابیاوې غوره شوې دي
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي چې په بلخ ولایت کې د نوروز د جشن لپاره لومړۍ درجه امنیتي احضارات نیول شوي دي.
ټاکل شوې چې دغه مراسم په بلخ کې بل سبا د پنجشنبې په ورځ چې د نوي ۱۳۹۸ کال لومړۍ ورځ یا نوروز دی، پیل شي.
د دې قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي د دغو تدابیرو په اړه وویل: د ۲۰۹ شاهین قول اردو ټول منسوبین د خلکو د ښه امنیت لپاره ګمارل شوي دي، خلکو ته ډاډ ورکوو چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړو چې نوروز او ګلِ سرخ میله ګډه وډه کړي.
د نوي کال لپاره په بلخ کې دغه امنیتي تدابیر داسې مهال نیول کېږي چې په دې وروستیو کې د بلخ د نوي امنیې قوماندان د ټاکل کېدو پر سر دا ولایت د بلخ د پخواني امنیې قوماندان اکرم سامع ته د وفادارو ځواکونو او د عبدالرقیب مبارز په مشرۍ د ۸۸۸ قطعې د ځواکونو ترمنځ د نښتو شاهد و.
له دغو نښتو وروسته د مزارشریف د امنیتي چارو مسؤلیت د افغان ملي اردو ځواکونو ته سپارل شوی دی.