په ارزګان کښې د پېستې او بادامو ۳۶۷ جريبه باغونه جوړېږي
Mar 30, 2019 12:47 Asia/Kabul
د اروزګان د کرنې رياست مسوولین وايي؛ په دغه ولایت کښې د پېستې او بادامو۳۶۷ جریبه باغونه جوړېږي.
د دغه ریاست رئیس احمدشاه خیري وایی چې په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې د بدیل معیشت پروګرام د پلان پع بنياد د ۳۶۷ جریبه باغونو د جوړولو چارې پیل سوې.
د افغانستان پېسته او بادام په نړیواله کچه لوړ شهرت او ښه بازار لري.
ارزګان د افغانستان په جنوب کښی د قندهار د حوزه هغه ولایت دے چی اکثره خلق یی ټیټ اقتصاد لری او د ژوند د تیرولو زیاته اتکا یی په کرهڼه او باغدارۍ دهدغه ولایت جکړو هم سخت ځپلی دے.