د افغانستان د بشري حقوقو کمیشن د امریکې د جنګي جنایتونو نه څیړل کیدو ته غبرګون وښود
(last modified Mon, 15 Apr 2019 03:01:35 GMT )
Apr 15, 2019 07:31 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بشري حقوقو کمیشن د امریکې د جنګي جنایتونو نه څیړل کیدو ته غبرګون وښود

د افغانستان د بشري حقوقو د کمیشن مشرې په دغه هیواد کښې د امریکايي نیواکګرو له خوا د ترسره شویو جنګي جنایتونو د نه څیړلو په هکله د هیګ د نړیوالې محکمې له پریکړې خواشیني څرګنده کړه.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې سیما سمر د هیګ د نړیوالې محکمې له فیصلې د خواشینۍ په ښودلو سره وویل: په افغانستان کښې د جنګي جنایتونو د څیړنې لپاره د تحقیقاتو د غوښتنې ردیدو قربانیان نهیلې کړې دي او د امریکې د نیواکګرو پوځیانو له خوا د دې جنایتونو دوام به په ځان بسې ولري.

هغې هم دا شان څرګنده کړه، له دې امله چې د افغانستان قضايي ارګانونو نه دي کړی شوي یا یې نه دي غوښتې چې په دې هیواد کښې د جنګي جنایتونو عاملان محاکمه کړي، ضرورت دی چې د هیګ نړیواله محکمه په دې لړ کښې خپله دنده ترسره کړي.

د ویلو ده چې په افغانستان کښې د جنګي جنایتونو او د بشري حقوقو د خلاف ورزیو د څیړنې لپاره د هیګ د نړیوالې محکمې فعالیتونه د امریکايي چارواکو د ګواښونو په وجه بند شوې دي.

 

ټیګونه